انصار:( د لړم ۱۰مه) د طالبانو رژیم په یوه اعلامیه کې ګاونډیو هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو د شتمنیو، ملکیتونو او پیسو د ګرځولو حق نه لري.
په دې اعلامیه کې راغلي: له کومو هیوادونو څخه چې افغانان د اجباري اخراج په نتیجه کې بیرته خپل هیواد ته راستنیږي، د هغوی مالونه، پيسې او نور ملکیتونه يې شخصي مال او د دوی حق دی، هیڅوک دا حق نه لري چې ورڅخه ويې ګرځوي او یا په دې اړوند غیرعادلانه او نا انصافه شرایط پرې وضع کړي. طالبانو له ګاونډیانو دا هم غوښتي، چې افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او د جبري اخراج په اړه یې بیا کتنه وکړي.
سرچینې دغه راز د ایستل کیدونکو افغان کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو خبر ورکړی او له هغو افغانانو چې د سیاسي اندېښنو له امله له هېواده وتلي، غوښتي چې په ډاډه زړه خپل هېواد ته ستانه شي. له پاکستان څخه د افغان کډوالو د وتو لپاره د پاکستان ۲۸ ورځینی مهلت پرون پای ته ورسېد.
له دې سره، له ډېرو ورځو راهیسې راپورونه شته چې پاکستاني پولیس افغان کډوال نیسي، پر کورونو یې چاپې اچوي، بندیانوي یې او په زوره یې خپل هېواد ته ستنوي. طالب چارواکو د ایستل کیدونکو افغان کډوالو د پالنې لپاره د هڅو او تدابیرو خبر ورکړی.
له دې سره، ملګري ملتونه او ګڼ افغانان اندېښمن دي چې د کډوالو یو ځل ایستل به افغانستان کې بشري او اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28167